بوكو حرام د نجونو د خوشې كولو وړانديز وكړ

په نايجيريا كې د بوكو حرام ډلې د حكومت سره په بند كې د خپلو ملګرو د خوشې كولو په شرط د نجونو د خوشې كولو پرېكړه وكړه.

66336

د بله پلوه د برونو د ولايت والي وويل چې د نجونو د ساتل كېدو د ځاى په اړه استخبارات په لاس كې لري. والي وايي چې د برمته شوو كسانو د ځاى په اړه يې د نايجيريا اوردو ته معلومات وركړي دي.
د اپرېل د مياشتې په ۱۵ نېټه د تښتول شوو شاوخوا ۲۷۶ تنو نجونو د خوشې كولو لپاره اوردو په عملياتو پيل كړى دى.
د بله پلوه د بوكو حرام ډلې د فرانسې خبري آژانس ته په يوې لېږلې ويډيو كې څرګنده كړې ده چې برمته شوې نجونې په پدې شرط خوشې كړي چې د نايجيريا د حكومت سره په بند كې ملګري يې خوشې شي.
په هېواد كې د برمته شوو كسانو د خوشې كولو په موخه لاريونونه هم روان دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وړانديز وكړ چې د بوكو حرام د ترهګرې ډلې په اړه بايد يوه امنيتي سرمشريزه جوړه شي، د هالنډ د هېواد چارواكو هم وويل چې دا سرمشريزه به د شنبې په ورځ د نايجيريا د هېواد د ګاونډيو په ګډون ترسره شي. په نايجيريا كې د بوكو حرام ډلې د حكومت سره په بند كې د خپلو ملګرو د خوشې كولو په شرط د نجونو د خوشې كولو پرېكړه وكړه.
د بله پلوه د برونو د ولايت والي وويل چې د نجونو د ساتل كېدو د ځاى په اړه استخبارات په لاس كې لري. والي وايي چې د برمته شوو كسانو د ځاى په اړه يې د نايجيريا اوردو ته معلومات وركړي دي.
د اپرېل د مياشتې په ۱۵ نېټه د تښتول شوو شاوخوا ۲۷۶ تنو نجونو د خوشې كولو لپاره اوردو په عملياتو پيل كړى دى.
د بله پلوه د بوكو حرام ډلې د فرانسې خبري آژانس ته په يوې لېږلې ويډيو كې څرګنده كړې ده چې برمته شوې نجونې په پدې شرط خوشې كړي چې د نايجيريا د حكومت سره په بند كې ملګري يې خوشې شي.
په هېواد كې د برمته شوو كسانو د خوشې كولو په موخه لاريونونه هم روان دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وړانديز وكړ چې د بوكو حرام د ترهګرې ډلې په اړه بايد يوه امنيتي سرمشريزه جوړه شي، د هالنډ د هېواد چارواكو هم وويل چې دا سرمشريزه به د شنبې په ورځ د نايجيريا د هېواد د ګاونډيو په ګډون ترسره شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه