د امریکا ولسي جرګې د میانمار مسوده ومنله

د امریکا متحده ایالتونو ولسي جرګې د میانمار د مسلمانانو اړوند مسوده ومنله.

63834
د امریکا ولسي جرګې د میانمار مسوده ومنله

د امریکا متحده ایالتونو ولسي جرګې د میانمار د مسلمانانو اړوند مسوده ومنله.
د امریکا ولسي جرګې په میانمار کې د مسلمانانو پر خلاف د روانو ظلمونو او شکنجو د پایته رسولو او په هیواد کې ټولو توکمونو او دیني لږه کیو بشري حقونو ته د درناوي کولو اړوند مسوده ومنله.
د امریکا په ولسي جرګه کې د بهرنیو چارو د کمیټې ریس جمهوریت پلوي اید رویس د نوموړو مسودې اړوند عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې د میانمار مسلمانان په نړۍ کې تر ټولو زیات زوریدلي ، کړیدلي او د ډول ډول ظلمونو ښکار شوي مسلمانان دي . نوموړي زیاته کړه سره ددې چې د میانمار مسلمانان د پیړیو پیړیو راهیسې په نوموړي هیواد کې ژوند کوي خو بیا هم په میانمار کې د ۱۹۸۲ کال د تابعیت د قانون له مخې ورته د تابعیت د مسلم حق نه محروم شوي دي او د هیواد تابعیت ورته نه ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه تر کومه چې د میانمار حکومت په هیواد کې د نورو لږه کیو، توکمونو او ډلې پر وړاندې په خپل دریځ کې بدلون رانولي د اصلاحاتو راوستو ادعا نشي کولی او خپلو موخو ته به هم ونه رسیږي.
همداشان نوموړي زیاته کړه چې امریکا د میانمار سره په اړیکو کې باید د بشري حقونو مسلې ته په لومړيتوب کې ځای ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه