حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په یو هوايي ډګر د بالستیک توغندي برید کړی دی.
حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ
په یمن کې حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په سویل کې د آبها په هوايي ډګر برید کړی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي خبري رسنیو ته وویل چې حوثي یاغیانو تیره شپه په ځايي وخت په ۲ بجو او ۲۰ دقیقو د آبها په هوايي ډګر د توغندي برید وکړ.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې ۲۶ تنه مسافرین ټپيان شوي دي. ټپیان د یمن، هندوستان او عربستان وګړي دي.
په ټپیانو کې ۳ تنه ښځې ګڼ شمیر ماشومان او ملکي وګړي دي. د ټپیانو نه د ۸ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو اړوند تلویزیون هم اعلان وکړ چې د عربستان په سویل کې د ابها په هوايي ډګر د توغندي برید کړی چې توغندی په هدف لګلیدلی دی.
مالکي ویلي دي چې دا برید د کروز توغندي سره شوی دی.
د ویلو ده چې سعودي عربستان پرون هم د هیواد په سویل لویدیځ کې د حوثي یاغیانو اړوند دوه بې پيلوټه الوتکې چې د برید په خاطر راغلې وې وویشتلې.