د عراق لومړي وزیر وویل چې په عراق کې د بهرنیو هیوادونو پوځي هډې ددوې لپاره د منلو وړ ندي

عبدالهمدي : د بهرنیو هیوادونو پوځي هډې نه غواړو

د عراق لومړي وزیر وویل چې په عراق کې د بهرنیو هیوادونو پوځي هډې ددوې لپاره  د منلو وړ ندي

د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي  وویل چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو پوځي هډو ته  يي اجازه نده ورکړې. د پوځي هډو شتون ددوې لپاره د منلو وړ ندی.

د عراق د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپور شوي  بیان کې راغلي دي چې  لومړي وزیر  عادل عبدالمهدي  د امریکا د دفاع سرپرست  وزیر پاتریک شاناهان  سره  چې  عراق ته  راغلی دی لیدنه وکړه.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې لیدنه کې  د عراق او امریکا په اړیکو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسئلو خبرط وکړې. لومړي وزیر عادل عبدالمهدي  پدې لیدنه کې امریکايي  وزیر ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په هیواد کې  د بهرنیو پوځيانو هډو  موجودیت  ددوې لپاره د منلو وړ ندی.

لومړي وزیر ویلي دي چې  دا د عراق  د حکومت او خلکو پریکړه ده . عراق د هیچا د تاثیر لاندې قرار نلري.

همداشان  د امریکا د دفاع وزارت  سرپرست  شاناهان  د عراق سره  د ښه اړیکو غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي چې ددې سفر موخه يي   د دواړو هیوادونو  د اړیکو د راتلوونکي په اړه د عراق د حکومت د نظر  ترلاسه کول دي.

شاناهان ویلي دي چې  په عراق کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت موخه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه  او عراقي ځواکونو  روزل  دي.



اړوند خبرونه