د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو  دا ځل  په یو جومات هوايي برید وکړ.

په سوریه کې د ملګي وګړو قتل عام دوام لري

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو  دا ځل  په یو جومات هوايي برید وکړ.

 

د داعش پر خلاف د ائتلاف جنګي الوتکو  د سوریې د دیروزور په ښار کې  د بوګاز  په سیمه کې په یو جومات  برید وکړ.

ویل کیږي  ائتلافي ځواکونو  دا  هوايي برید  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د پوځي څانګې  وای پ جي  په غوښتنه او د هغوې نه د ملاتړ په خاطر  ترسره کړی دی.

ائتلاف  د نوموړي برید په اړه ویلي دی چې  د سوریې د دیروزور ولایت د بوګاز د فوقاني په سیمه کې  په یو جومات  چې  د داعش ترهګرې ډلې ترینه د قومندې د مرکز په توګه کار اخیسته  برید شوی دی. برید  د فبروري په ۱۱ مه نیټه شوی دی.

په برید کې ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي .

د بله پلوه  د دیروزور ولایت د بوګاز د سیمې د ځايي سرچینو د رپوټ له مخې  ائتلافي ځواکونو  تیره ورځ  پدې سیمه  د ترسره شوو توغندیزو  او هوايي بریدونو په پایله کې  لږ تر لږه  ۵۰ تنه  ملکي وګړي په قتل رسولي دي.

وژل شوي  ډیری  ښځې او ماشومان  دي.

د ویلو ده چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې پوځي  څانګې  پ وای جي  دیروزور ښار په کامله توګه د داعش نه د تصفیه کولو په بهانه  د امریکا او فرانسې په ملاتړ په ملکي استوګنځایونو هم  بریدونه کوي. دم ګړۍ  داعش ترهګره  ډله  په سوریه کې  د چا خبره  ختمه ده. یواځې د دیروزور  ولایت  د بوګاز  د سیمې په یوې  کوچنۍ  برخه کې  موجودیت ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه