د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سوریه کې یو ځل بیا ملکي وګړي ووژل

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په ملکي وګړي برید وکړ

د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سوریه کې یو ځل بیا ملکي وګړي ووژل

د امریکا په مشرۍ  ایتلافي ځواکونو  د سوریې د دیروزور په ښار کې په ملکي وګړو درانده  هوايي بریدونه کړي.

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان  مشر رامي عبدالرحمان خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې برید کې  د ۸ تنو ښځو او یو تن  بوډا  بابا په ګډون  ۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو جنګي الوتکو  چې د سوریې د دیروزور ولایت  د بوګوز په کلي کې  د روانو جګړو له امله  د عراق پولې ته  روان ول  هوايي برید کړی دی. په وژل شوو کسانو کې  ۸ تنه ښځې، ۷ تنه ماشومان او یو تن هم  بوډا بابا شتون لري.

ایتلافي ځواکونو  د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې  د دیروزور په ولایت کې  ډیری  ملکي وګړي چې د داعش  او پ وای جي ترهګرو ډلو ترمنځه د نښتو په منځ کې ګیر پاتې دي  د سیمې نه د وتو  هڅه کوي.

د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان د کډوالۍ عالي کمشنرۍ ویاند  ویلي دي چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  څانګې پ وای ډي او وای پ جي  د دیروزور ولایت د ختیځې برخې  خلکو ته  ددوې تر کنټرول لاندې  د سیمې نه د تیریدو اجازه نه ورکوي. نوموړو ترهګرو په سیمه کې  د ملکي وګړو  د حرکت  ساحه ډیره زیاته محدوده کړې ده . ترهګرو د یو زیات شمیر ملکي وګړو نه چې  د جګړې له امله  نورو سیمو ته کډه کیږي  تذکرې او نور اسناد  په زور  سره  اخیستي دي.



اړوند خبرونه