د اخوان المسلیمن د رهبري شورا د مشر په ګډون ۲۶ تنه په ۳ کاله بند محکوم شول

د مصر  عالي محکمې  د اخوان المسلمین د سازمان  د رهبري شورا د رئیس محمد بدیع په ګډون  د ۲۶ تنو  غړیو  په اړه  د هیواد محاکمو  ته د سپکاوي له امله  ورکړل شوې  د ۳ کلونو بند  سزا  تایید کړه.

د اخوان المسلیمن د رهبري شورا د مشر په ګډون ۲۶ تنه په ۳ کاله بند محکوم شول

 

د ویلو ده چې  د اخوان المسلمین  د سازمان د رهبري شورا د رئیس محمد بدیع او ۲۵ غړي  په زندانونو  د چاپې د دعوا د محاکمې  په دوران کې  محاکمو ته  د سپکاوي له امله  د محکمې د هیت لخوا په دری کاله بند محکوم کړی شول.

د نوموړو د مدافع وکیلانو  د محکمې په پریکړه  د اعتراض له امله عالي محکمې ته  مراجعه وکړه.

عالي محکمې  د لاندې محکمې  حکم  تایید کړ.

د ویلو ده چې د نوموړو ۲۶ تنو په منځ کې  د اخوان المسلیمن د رهبري شورا رئیس محمد بدیع، محمد البیلتاجي، سعد القحطاني او سافویت حجازي هم  شتون لري.

د ویلو  ده چې  د قاهرې د جزا محکمې  د ۲۰۱۴ کال  د نوامبر په میاشت کې  ددوې په اړه دا پریکړه کړې وه.

ویل کیږي  د قاهرې د جزا د محکمې  قاضي  شعبان  شامي  په زندانونو د چاپې د دعوا د محاکمې په جلسه کې  لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي ته ویلي وو چې  چپ شه او خبرې مکوه. ددې په مقابل کې  د اخوان المسلیمن نورو غړیو  د قاضي پر وړاندې  غبرګون ښودلی وو. قاضي  د ۲۶ تنو  په اړه  محاکمو ته د سپکاوي له امله د ۳ کاله  بند حکم کړی وو.



اړوند خبرونه