د ټرمپ وروستیو څرګندونو په عراق کې د امریکا پر خلاف غبرګونونه پارولي

په عراق کې  ایران پلوه  شیعه ملیشو  د هیواد نه د امریکايي ځواکونو  د ویستو په اړه  په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د ټرمپ وروستیو څرګندونو  په عراق کې د امریکا پر خلاف غبرګونونه پارولي

 

نوموړې  ډلې وايي چې  د عراق نه به امریکايي ځواکونه  د پارلمان د پریکړې او که نوي په زور سره  وباسي.

د یادولو وړ ده چې امریکا  ولسمشر دونالد ټرمب  تیره اونۍ  په خپله تلویزیوني مرکه کې ویلي وو چې د ایران د کنټرول لاندې د نیولو په خاطر غواړي په عراق کې خپل ځواکونه پاتې کړي. د ټرمپ دې څرګندونو د عراقي چارواکیو سخت غبرګونونه پارولي دي.

لومړی د عراق  ولسمشر  برهم صالح او وروسته بیا  لومړي وزیر عادل عبدالمهدي  د ټرمپ  د څرګندونو پر خلاف غبرګون وښود.

د عراق لومړي وزیر  وویل چې  هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د عراق خاورو د نورو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

د بله پلوه  د عراق په پارلمان کې شیعه  ډلو  د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په خاطر  پارلمان ته د قانون د مسودې د وړاندې کولو نه خبر ورکړ.

په عراق کې د حزب الله د غنډونو  ویاند  محمد موهین  ویلي دي چې  د امریکا په زور سره د عراق په خاورو کې  د پاتې کیدو په صورت کې  ددوې پر خلاف زمونږ هر ډول  ګام  مشروعیت  پیدا کوي.

همداشان  په عراق کې  د یوې بلې شیعه ډلې مشر  قیس الحزالي  بیا ویلي دي چې  د اړتیا په صورت کې  هر ډول  مبارزې ته حاضر یو. هغه امریکا د عراق نه  د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو پر خلاف د پوځي هډې په توګه په کار اخیستو تورن کړی. هغه ویلي دي چې  امریکا  فکر کوي چې عراق به هغه پخوانی  کمزوری هیواد وي.غلط فکر کوي. که چیرې امریکا  په عراق کې په پاتې کیدو  اصرار وکړي  دا به د هغوې لپاره ډیره ګرانه  تمامه شي.



اړوند خبرونه