په لبنان کې یوه میرمن د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه

په عربي نړۍ کې د لومړي ځل لپاره  یوه میرمن  د کورنیو چارو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

په لبنان کې یوه میرمن د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه

 

لبنان د کورنیو چارو د وزارت  مسئولیت  یوې میرمنې ته ورکړ. لبنان  میرمن رایا الحفار الحسن  د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکله.

د ویلو ده چې په لبنان کې د لومړی وزیر سعد حریري په مشرۍ په کابینه کې د کورنیو چارو د وزارت په ګډون څلور وزارت خانې  ښځو ته  ځانګړې کړي دي.

د سعد حریري په مشرۍ د مستقبل حرکت د ګوند  غړې  رایا الحفار الحسن  په عربۍ نړۍ کې لومړنۍ میرمن ده  چې  د کورنیو چارو د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.

د لبنان د کورنیو چارو نوې وزیرې  الحسن  تیره ورځ په پلازمینه بیروت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  په خپلې دندې  پيل وکړ. د لبنان د کورنیو چارو پخواني وزیر نهاد المشنوق نوې وزیرې الحسن ته  مسئولیت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وسپاره.

د لبنان د کورنیو چارو نوې وزیرې رایا الحسن پدې مراسمو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  « زه پوهیږم چې ډیر زیات مشکلات زما  انتظار باسي. د هیوادوالو د اندیښنو په نظر کې نیولو سره  مو  یو  هر اړخیز پلان جوړ کړی دی. زه  نن ورځ یو ډیر  ستر مسئولیت په غاړه اخلم. زه  د یو داسې  وزارت  مسئولیت په غاړه اخلم  چې د حقوقو د عملي کولو په خاطر  کار کوي. »

د یادولو وړ ده چې  رایا الحسن  په ۲۰۰۹ کال کې  د حریري په مشرۍ په حکومت کې د مالیې د وزیرې په توګه هم  کار کړی دی.

نوموړې  په ۱۹۶۷ میلادي کال کې   د لبنان په شمال کې د ترابلس شام  په ښار کې زیږیدلی ده. واده کړی  او د درې ماشومانو مور  ده .

همداشان  د لبنان  لومړي وزیر سعد حریري  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د لبنان په میرمنو  افتخار کوم. په کابینه کې  ۴ ښځینه وزیرانې لري. په عربي نړۍ کې  د لومړي ځل لپاره په لبنان کې يوه میرمن د کورنیو چارو د وزیرې په توګه په دنده وګمارل شوه. پر دوې  ویاړم. د لبنان په روښانه راتلوونکې ویاړم.

 



اړوند خبرونه