په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو چاودنه وشوه

په منبیج کې پر امریکايي ځواکونو درنده چاودنه شوې

په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو چاودنه وشوه

د سوریې د منبیج په ښار کې  د امریکايي ځواکونو د ګزمې کتار د تیریدو پر مهال  درنده چاودنه وشوه.

سیمه ایزو سرچینو ویلي دي په منبیج کې  د امریکايي ځواکونو د ګزمې د کتار د تیریدو پر مهال  چاودنه وشوه چې له امله يي  امریکايي سرتیرو په ګډون  ګن شمیر کسانو ت ه مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پيښې نه وروسته امریکايي ځواکونو  د چورلکو سره  ټپي شوي سرتیري  خپلو هډو ته  انتقال کړل.

د رویټرز خبري اژانس بیا  د امریکايي مقاماتو له قوله لیکلي دي چې پدې پيښه کې  ۴ تنو امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی  او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان  رویټزر ویلي دي چې پدې پيښه کې د ۴ تنو امریکايي سرتیرو ، یو تن پ ک ک ترهګر  او نهو تنو ملکي وګړو  د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی. 

په پیښه کې  لږ تر لږه  ۲۰ تنه ټپيان شوي دي. 

د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.

د ویلو ده چې د سوریې د حلب ولایت اړوند  د منبیج  ولسوالۍ  د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د سوریې د څانګې وای پ جي لخوا اشغال شوې ده .

د ویلو ده چې  امریکا  سیمه د داعش ترهګرې ډلې  نه  د ژغورلو او پاکولو نه وروسته به  اصلي  اوسیدونکو ته  وسپاري  ژمنه کړې وه چې په ژمنې عمل ونکړ



اړوند خبرونه