حوثي یاغیانو د یمن د پوځ په جګپوړو چارواکیو د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ

حوثي یاغیانو په یمني ځواکونو خونړی برید وکړ

حوثي یاغیانو د یمن د پوځ  په جګپوړو چارواکیو د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ

په یمن کې حوثي یاغیانو  د یمني ځواکونو په یوې پوځي هډه کې د رسم ګذشت په مراسمو د بې پیلوټه الوتکې سره  برید وکړ

ویل کیږي پدې برید کې  په لسګونو تنو  پوځیانو ته مرګ  ژوبله اړولې ده .

حوثي یاغیانو  په یمن کې د لحج ښار  شمال لوري ته پرتې  د العند  په  پوځي هډې د بې پیلوټه الوتکې سره  برید وکړ.

پدې برید کې  لږ تر لږه  ۶ تنه یمني سرتیري مړه  او تر شلو ډیر  ټپیان شوي دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پدې پيښه کې  د یمن د پوځ جګپوړو پوځي چارواکیو ته هم  مرګ ژوبله اوښتې ده .

ویل کیږي په برید کې  د یمن د لوی درستیز مرستیال، د لحج د ولایت والي، د استخباراتو رئیس، د امنیې قومندان  او ګڼ شمیر نور چارواکي او خبریالان ټپیان شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د العند په پوځي هډه کې  په پوځي مراسمو کې چې د لحج والي، د لوی درستیز مرستیال  او ګن شمیر نورو  لوړپوړو پوځي چارواکیو ګډون کړی وو  د حوثي یاغیانو  بې پیلوټه الوتکه  راوغورځیده. د الوتکې د راغورځیدو  سره سم چاودنه وشوه. ویل کیږي  ددې پوځي هډې نه د حوثي یاغیانو او داعش ترهګرې ډې پر خلاف د مبارزې په برخه کې کار اخیستل کیږي.

د پيښې نه وروسته په لسګونو امبولانسونه سیمې ته  ورسیدل. د پيښې ټپيان  چې جګپوړي چارواکي هم  پکې ول  سمدلاسه نږدې روغتونونو ته  انتقال شول.



اړوند خبرونه