د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ  ایتلاف  یو ځل بیا د ملکي  وګړو  قتل عام وکړ.

امریکا په سوریه کې یو ځل بیا قتل عام وکړ

د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ  ایتلاف  یو ځل بیا د ملکي  وګړو  قتل عام وکړ.

 

په سوریه کې  د بشري  حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې  د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې  په هوايي برید کې  نږدې ۴۰ تنه ملکي وګړي  په قتل رسولي دي. ویل کیږي  په وژل شوو کسانو کې  ۱۶ تنه ماشومان  دي.

د بله پلوه  روسیې بیا ویلي دي چې د امریکا په مشرۍ  ایتلافي ځواکونو  د دیروزور ولایت د البوکان په کلي  د هوايي بریدونو سره تر ۴۰ تنو ډیر ملکي  وګړي  په قتل رسولي دي.

روسیې  ویلي  دي چې په وژل شوو کسانو کې ډیری  ښځې او ماشومان  دي.

د روسیې  مډیا  ویلي  دي  چې  دا لومړی ځل ندی  چې  ایتلافي  ځواکونه په دیروزور کې د ملکي وګړو په سیمو هوايي بریدونه کوي.

ددینه مخکې  هم  په بریدونو کې  په لسګونو تنه ملکي  وګړي  وژلي دي.

ایتلافي  ځواکونو  بیا  پدې  بریدونو کې  ملکي  وګړو ته  مرګ ژوبله نده اوښتې.

 

 


پيوندونه: قتل عام , سوریه , امریکا

اړوند خبرونه