د اسراییلو د دفاع وزیر استعفا وکړه
د اسراییلو د دفاع وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د اسراییلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن له خپلې دندې استعفا ورکړه.
ویل کیږي لیبرمن تیره شپه د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د شوي اوربند په غبرګون کې استعفا کړې ده .
هغه په غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو امر کړی وو. همداشان تیره شپه د حکومت لخوا په غزه کې د اوربند د اعلانولو سره سخت مخالفت وکړ.
لیبرمن نن له خپلې دندې استعفا وکړه.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې مخکې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځه تر ټولو ستره جګړه پيل شوې وه.
اسراییلو دوه ورځې مخکې د غزې د خان یونس په ښار کې د حماس د قومندان د ترور نه وروسته په غزې هوايي بریدونه وکړل. ددې په مقابل کې
حماس د غزې نه پر اسراییلو لسګونو راکټونو بریدونه وکړل. اسراییلو بیا پر غزې هوايي بریدونه وکړل. اسرییلو په غزه کې د حماس یو زیات شمیر مرکزونه له منځه یوړل .
پدې بریدونو کې ګن شمیر فلسطینیان په شهادت ورسیدل.