د سعودي عربستان د پاچا ورور هیواد ته راستون شو

د سعودي عربستان د پاچا ورور چې په لندن کې ژوند کولو هیواد ته راستون شو

د سعودي عربستان د پاچا ورور  هیواد ته راستون شو

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  ورور شهزاده احمد بن عبدالعزیز چې  د انګلستان په پلازمینه  لندن کې ژوند کولو  په استانبول کې  د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  د جمال قاشقچي د وژل کیدو د پيښې نه وروسته  هیواد ته راستون شو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د خبر له مخې  د قاشقچي په جنایت کې  د ولیعهد  شهزاده محمد بن سلمان  د لاس لرولو د ثابتیدو په صورت کې  کیدای شي چې  د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  د خپلې واکمنۍ د موازنې د ساتلو په خاطر  خپل ورور هیواد ته راغوښتی وي.

د ویلو ده چې شهزاده احمد بن عبدالعزیز د ملک سلمان د پلار ملک عبدالعزیز د میرمنې هوسا بینت احمد السدیري  نه  د ۷ بچو  تر ټولو  کوچنی  دی. شهزاده احمد بن عبدالعزیز  د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ کې  د ځانګړي موقف نه برښمند دی.

د ویلو ده چې  شهزاده احمد بن عبدالعزیز  د خپلو ۷ ورونو په منځ کې یواځنی شهزاده دی چې د پاچاهۍ په تخت ندی ناست.

د سعودي عربستان  د شاهۍ کورنۍ د وراثت  د تعاملاتو له مخې  د ورور نه وروسته  بل  ورور  د تخت وارث وي. خو  ملک سلمان بن عبدالعزیز بیا دا انډول  مات کړ او خپل زوی  شهزاده محمد بن سلمان يي  د ولیعهد شهزاده په توګه وټاکه.

د همدې امله  د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ اصلي  اداره د  ولیعهد  شهزاده  محمد بن سلمان  په لاس کې ده.

د ویلو ده  چې  شهزاده احمد بن عبدالعزیز  ددینه مخکې د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه  دنده ترسره کوله.

۷۶ کلن شهزاده احمد اوسمهال  د انګلستان په پلازمینه لندن کې ژوند کولو.



اړوند خبرونه