په سعودي عربستان کې  د حاجیانو لپاره  یوه ډیره مهمه اسانتیا رامنځته شوه.

د حرمینو په نامه د سعودي عربستان ګړندي ریل ګاډي په فعالیت پیل وکړ

په سعودي عربستان کې  د حاجیانو لپاره  یوه ډیره مهمه اسانتیا رامنځته شوه.

 

په سعودي عربستان کې د مکې او مدینې ښارونو ترمنځه  د ګړندي ریل ګاډي  سفرونه پيل شول.

د حرمینو په نامه  دا ګړندی  ریل ګاډی به  د کعبې شریف  زیارت کوونکو ته  ډیره زیاته اسانتیا  رامنځته کړي.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې  په  منځني ختيځ کې  د تر ټولو  سترې ټرانسپورتي پروژې د  حرمینو ګړندي ریل ګاډي  پروژې په فعالیت پيل وکړ.

د حرمینو په نامه د ګړندي ریل ګاډي  د پروژې مدیر سعد الشهري  خبري رسنیو ته وویل چې  دا ریل ګاډی په یو سفر کې  د ۴۱۷ تنو د انتقال ظرفیت لري.

پروژه  د سپټمبر په ۲۵ مه  د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لخوا افتتاح شوې وه.

ویل کیږي  پدې پروژې ۲ میلیارده ډالره لګښت راغلی دی. دا ریل ګاډی په کال کې د ۶۰ میلیونو تنو مساپرو د انتقالولو په ظرفیت جوړ شوی دی.

ویل کیږي سعودي عربستان  ددې ریل ګاډي سره  د صنعتي پارکونه، اقتصادي ښارګوټی، هوايي ډګر  او د ښار مرکزونه د یو بل سره نخلولي دي.

همداشان د مکې او مدینې ترمنځه  څلورساعته  لاره يي  یو ساعت او شلو دقیقو ته  راټیټه کړې ده .

د یادولو وړ ده چې  د سعودي عربستان ته   تیر کال  نږدې دوه نیم میلیونه تنو حاجیانو او تر ۷ میلیونو تنو ډیر د عمرې زیارت کوونکو  سفر کړی وو .



اړوند خبرونه