مصر امنیتي ځواکونو د محمد مرسي زوی ونیو

د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي زوی ونیول شو

مصر  امنیتي ځواکونو د محمد مرسي زوی ونیو

 د مصر امنیتي ځواکونو د نوموړي هیواد د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني  دی  زوی  عبدالله مرسي  ونیول.

د محمد مرسي  مشر زوی  احمد مرسي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو د قاهرې په لویدیځ کې د شیخ زاهد په سیمه کې ددوې پر کورونو د سهار په وختي ساعتونو کې چاپه واچوله او کشر ورور يي عبدالله مرسي يي ونیو.

هغه ویلي دي چې پدې نه پوهیږي چې عبدالله مرسي چیرته  وړل شوی دی. د معلوماتو د ترلاسه کولو په صورت کې به  د هیوادوالو سره دا معلومات شریک کړو.

د مصر رسمي مقاماتو  د عبدالله مرسي د نیولو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې د مصر امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې هم  عبدالله مرسي  د نشه يي توکو د ساتلو په تور نیولی وو.

درې میاشتې وروسته د محکمې لخوا په یو کال  بند محکوم شوی وو. همداشان  د مصر سترې محکمې  په ۲۰۱۵ کال کې د عبدالله مرسي یو کال بند  تایید کړی وو .

عبدالله مرسي  په هغه لګیدلي ټول تورونه په کلکو ټکو وغندل  او رد يي کړل.

د یادولو وړ ده چې  محمد مرسي  ۴ ځامن  او یوه  لور لري. عبدالله د نوموړو ۴ نه یو  دی.



اړوند خبرونه