د امریکا ولسمشر سعودي عربستان ژورنالست په اړه غبرګون وښود

ټرمپ د لومړي ځل لپاره د سعودي په قونسلګرۍ کې د تري تم شوي د سعودي عربستان د ژورنالست په اړه خپل نظر بیان کړ

د امریکا ولسمشر سعودي عربستان ژورنالست په اړه غبرګون وښود

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د تري تم شوي  سعودي عربستان د حکومت مخالف ژورنالست په اړه  د لومړي ځل لپاره اظهار د نظر وکړ.

ټرمپ  په سپینه ماڼۍ کې  د تري تم شوي  سعودي عربستان ژورنالست جمال قاشقچي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « پدې اړه  اندیښمن  یم . نه غواړم چې پدې اړه  بد څه واورم. هیله ده  چې  هر څه ژر  دا مسئله  حل  او حقیقت  په ډاګه شي. تر اوسه پورې پدې اړه هیڅوک  کافي معلومات نلري.»

د یادولو وړ ده چې  د سعودي عربستان  د حکومت مخالف ژورنالست  په استانبول کې د سعودي عربستان  قونسلګرۍ ته  د ننوتو نه وروسته  تري تم شوی دی.

تیره ورځ  د سعودي په قونسلګرۍ کې د هغه د وژل کیدو ادعا وشوه.

خو  تر اوسه پورې د هغه  برخلیک  معلوم  ندی.



اړوند خبرونه