په عهد التمیمي او د هغه په کورنۍ د هیواد نه په بهر وتو بندیز ولګول شو

اسراییلو  په زړورې  فلسطیني  پيغلې  عهد التمیمي  او د هغه په کورنۍ  د هیواد نه په وتو  بندیز ولګو.

په عهد التمیمي او د هغه په کورنۍ د هیواد نه په بهر وتو بندیز ولګول شو

اسراییلو  په زړورې  فلسطیني  پيغلې  عهد التمیمي  او د هغه په کورنۍ  د هیواد نه په وتو  بندیز ولګو.

د عهد التمیمي  پلار باسیم التمیمي  د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې  (د خپل لور او میرمن سره  یو ځای په اروپا کې په ځینو پروګرامونو کې د ګډون  او د فلسطین د پر حق  دعوا  او مقامت او د اسراییلو په زندانونو کې  پر فلسطینیانو روان ظلم  د بیان په اړه  اروپا ته  سفر پلان  درلود. خو کله چې  د سفر د اسناد  په خاطر مو مراجعه وکړه د فلسطیني مقاماتو لخوا ورته  ورته هغه  مکتوب ورکړ  شو چې  د اسراییلو لخوا زمونږ په کورنۍ  هیواد نه په بهر تلو بندیز لګیدلی دی. فلسطیني مقاماتو پدې اړه  د نورو معلوماتو ورکولو نه ډډه  وکړه . )

د یادولو وړ ده چې  د فلسطین د مقامت  سمبول  او د حنظله  د زړورتیا  د جایزې ګټوونکې  عهد التمیمي  د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۹ مه نيټه د اسراییلو لخوا  سره ونیول شوه. همداشان  کله چې د عهد التمیمي  مور  د خپل لور  د حالاتو د پوښتنې په خاطر د پولیسو  مرکز ته لاړه  هغه هم  د اسراییلي پولیسو لخوا ونیول شوه.

عهد التمیمي  په اسراییلي سرتیرو  د برید په تور  تورنه وه. د ویلو ده چې  اسراییلي سرتیرو چې  په رام الله کې  د عهد التمیمي کور ته په زور د ننوتو هڅه کوله  هغه پرې د څپیړې  ګوزار کړی وو. د عهد التمیمي  د څپیړې د ګوزار د فلم د خپریدو نه وروسته هغه په اسراییلي سرتیرو د برید په تور ونیول شوه او د اته میاشتې بند نه وروسته  د روان میلادي کال د جولای په ۲۹ مه نيټه  د بند نه خلاصه شوه.

 

 

 

 



اړوند خبرونه