‍حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندي  برید کړی.

په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید په لسګونو تنه ټپيان کړي

‍حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندي  برید کړی.

 

د سعودي عربستان  امنیتي سرچینو ویلي دي چې  حوثي یاغیانو د یمن د صعدې د ښار  نه  د سعودي د نجران په ښار د بالستیک توغندي برید کړی چې په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوی دی.

د سعودي چارواکیو ویلي دي چې  شنډ شوي  توغندي  پرچو  په نجران ښار کې  لږ تر لږه  ۳۷ تنه  ټپيان کړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف  ویلي دي چې  برید  تیره شپه شوی دی. د سعودي عربستان دافع هوا ځواکونو  توغندی  په هوا کې تثبیت او له منځه یوړ.

ایتلاف ویلي دي چې  په هوا کې د توغندي د شنډیدو نه وروسته  د توغندي پرچو  د نجران په ښار کې ۳۷ تنه ټپیان کړي چې ۱۴ تنه يي  د خپو په سر د تداوۍ نه وروسته  رخصت شوي  او ۲۳ تنه نور  د درملنې په موخه روغتونونو ته انتقال شوي دي.

همداشان  د توغندي پرچو  د ځاني زیانونو سربیره  مالي زیانونه هم  رامنځته کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې پيښه کې ۱۹ موټرو او ۱۵ کورونو زیان  لیدلی دی.

د بله پلوه  د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف  ویاند  ترکي المالکي  خبري رسنیو ته ویلي وو چې د سعودي عربستان دافع هوا ځواکونو  تیر ماښام  د یمن د صعده د ښار نه د سعودي عربستان د نجران په ښار کې په ملکي میشتو سیمې  د بالستیک توغندي  برید تثبیت کړ چې توغندی په هوا کې شنډ کړ. هغه ویلي دي چې د شنډ شوي توغندي  پارچو  په نجران کې  ۳۷ تنه ټپيان کړي دي.

هغه ویلي دي چې  د حوثي یاغیانو لخوا  په یمن کې د کودتا د کولو نه وروسته  پر سعودي عربستان  ۱۸۹ توغندي  ګوزار کړي دي چې په ترڅ کې  ۱۱۲ تنه  وژل شوي او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي. ډیری  توغندي  په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.   



اړوند خبرونه