ملګري ملتونه : سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

ملګروملتونو سازمان  ویلي دي چې  داسې  کره او معقول  اسناد او شواهد په لاس کې لري چې  د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف په یمن کې  جنګي جنایتونه ترسره کړي دي

ملګري ملتونه : سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

.

د ملګروملتونو په مشرۍ  جوړ شوي  د یمن نړۍوال هیت  ویلي دي چې په یمن کې چې  د کورنۍ جګړې  ښکار شوی دی  حکومت او د سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف  ځینو کسان  پدې هیواد کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. پدې اړه  معقول اسناد او شواهد لري.

د ملګروملتونو بشري حقونو عالي کمشنر رید راد الحسیني  د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د یمن په اړه د جوړ کړي  درې کسیز هیت  د تحقیقاتو  اړوند راپور  خپور کړ.

هغه ویلي دي چې د نړۍوالو او سیمه ایزو پیژندل شوو متخصصینو نه جوړ هیت  په جوړ کړي  راپور کې  ویلي دي چې  ایتلافي ځواکونو په ځانګړې توګه په هوايي بریدونو کې په مخامخ ډول  په ملکي وګړو بریدونه کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې  د ایتلافي ځواکونو  لخوا په استوګنځایونو، بازارونو، جنازو مراسمو، ودونو، توقیف خانو ،  د ملکي وګړو  اړوند په کښتیو او حتا په روغتیايي  مرکزونو  بریدونه شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې  پدې تړاو باید د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او د یمن د حکومت  ځینې څیرې  او مهم  چارواکي باید  محاکمه کړی شي. دا کسان باید د جنګي جنایتونو  په جرمونو محاکمه کړی شي.

ځکه چې  دوې  هیڅډول تدابیر ندي نیولي، د جګړو قوانینو نه يي سرغړونه کړې او جنګي جنایتونه يي ترسره کړي دي. پدې اړه معقول  اسناد او شواهد په لاس کې لرو.

په راپور کې راغلي دي چې  په یمن کې د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې نه  د ۲۰۱۸ کال د اګست تر ۲۳ مه نیټه  ۶ زره ۶۶۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي  او ۱۰۵۶۳ تنه نور ټپیا شوي دي. په راپور کې راغلي دي چې دا رسمي ارقام  دي او حقیقي  ارقام  د ښودل شوو ارقامونو نه په مراتبو لوړ دي.

د ویلو ده چې  په یمن کې حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د مشروع حکومت پر خلاف بغاوت وکړ  او د پلازمینې صنعا په ګډون  بعضې سیمې ونیولې.

د یمن حکومت  د سعودي عربستان نه د مرستې غوښتنه وکړه چې سعودي عربستان د ایتلاف په جوړولو سره  په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د حوثي یاغیانو  سره په جګړه کې ښکیل شو.



اړوند خبرونه