ایران : د سعودي سره موجودې ستونزې د مذاکراتو له لارې د حل وړ دي

د ایران د دیني مشر علي خامنه يي  ځانګړي استازي  سید علي قاضي عسکر ویلي دي چې  د ایران او عربستان ترمنځه  موجودې ستونزې د مذاکراتو له لارې د حل وړ دي.

ایران : د سعودي سره موجودې ستونزې د مذاکراتو له لارې د حل وړ دي

 

د ایران د حج او اوقاتو د چارو مسئول او د دیني  مشر خامنه يي ځانګړي استازي  قاضي عسکر ویلي دي چې  ایران او سعودي عربستان د سیمې دوه  لوی دولتونه  دي  او کولای شي چې خپلې موجودې  ستونزې  د مذاکراتو له لارې حل کړي.

قاضي  عسکر  دا څرګندونې  د سعودي عربستان د مکې مکرمه په ښار کې  خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې  د حج د مراسمو په چوکاټ کې  د سعودي عربستان د چارواکیو سره  ډیرې ګټورې  او مهمې  لیدنې وکړې.

هغه وویل چې مجبور وو چې د حج د ستونزې د حل په خاطر  د سعودي عربستان د چارواکیو سره لیدنې وکړي. دا خبره ددې ښکارندويي کوي چې  دواړه هیوادونه کولای شي چې خپلي ستونزې  د مذاکراتو له لارې حل کړي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  دښمني  او نفرت  د سیمې دا دوه  لوی هیوادونه  ایران او سعودي عربستان هیڅوخت خپلو موخو  ته  نه رسوي. هغه وویل په ځانګړې توګه پداسې یو حساس  وخت چې د داعش ترهګرې ډلې  فتنې  د منځني ختیځ  ټوله سیمه  د اغیزو لاندې راوستې ده  ګاونډي هیوادونه باید  لا لوی  او ستر اهداف وټاکي. د نوموړې فتنې د ختمولو په خاطر  باید  په ګډه او د یووالي په چوکاټ کې حرکت وکړي. سیمه او ګاونډي هیوادونه  اتحاد او اتفاق ته  ضرورت لري.

هغه  د حج د مراسمو  او ایراني حاجیانو ته  د لا ښو سهولتونو د برابرولو په اړه  وویل، سعودي چارواکیو  د ایراني حاجیانو لپاره  سهولتونه  ښه کړي  او انشاالله چې په راتلوونکو کلونو کې به  لا ښه شي.

هغه  د سعودي عربستان لخوا ایراني حاجیانو ته د ویزو ، ټرانسپورت  او تګ راتګ په برخه کې د ډیر زیاتو اسانتیاوو  د رامنځته کولو نه  د بیلګې په توګه یادونه وکړه.   



اړوند خبرونه