عراق  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا پر ایران  لګیدلي تحریمونه  رد کړل.

عراق : پر ایران د هر ډول بندیزونو سره مخالفت کوو

عراق  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا پر ایران  لګیدلي تحریمونه  رد کړل.

 

د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند  احمد مهجوب په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي « عراق هر ډول تحریمونه چې  په هر هیواد  وضع شوي وي او د خلکو ته  ضرر رسوي په کله توګه ردوي. په ځانګړې توګه پر ایران  چې په سخت ورځو او مشکلاتو کې عراق ته  د مرستې لاس اوږد کړی دی  سخت ردوي. عراق ګاونډي هیواد ایران سرلوړی  چلند  او مرستې هیڅوخت هیرولی نشي.

ځکه چې دا ډول  تحریمونه  چې یو هیواد ته  ضرر رسوي دا ضرر  د ټولې سیمې پر امنیت  او استقرار منفي اغیزې کوي.»

هغه ویلي دي چې په عراق کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې  هیرولی نشو  او ستاینه ترینه کوو. نړۍوالې ټولنې ته بلنه ورکوو چې امریکا پر ایران لګولو بندیزونو نه  لاس په سر کولو ته  قانع کړي.

ځکه چې د ایران د بندیزونو نه  تر ټولو  ډیر  ګاونډی هیواد  عراق اغیزمن کیږي.

د بله پلوه  د عراق شیعه مشر  مقتدا الصدر بیا ویلي دي، که چیرې امریکا  پر ایران د لګولو بندیزونو نه لاس پر سر نشي مونږ  د خپل ملت سره  یو ځای  به  لاس په کار شو.

د بله پلوه  د عراق ولسمشر فواد معصوم هم  په ایران د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو په اړه سخت غبرګون وښود.



اړوند خبرونه