په یمن کې  د ماشومانو په یو بس  موټر  د برید له امله  په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سور صلیب نړۍوالې کمیټې ویلي دي چې نن د یمن په شمال کې  د سده په ولایت کې په یو بس  موټر چې ماشومان يي انتقالول  هوايي برید شوی دی .

په یمن کې  د ماشومانو په یو بس  موټر  د برید له امله  په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

په برید کې په لسګونو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سور صلیب ویلي دي چې په سیمه کې ددوې اړوند  روغتون ته د لسګونو تنو ماشومانو مړي او ټپیان  راوړل شوي دي.

سور صلیب په یمن کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو  د جګړو په سیمو کې ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي  غږ کړی دی.

سور صلیب  دا ندي ویلي چې دا برید  د چا لخوا شوی دی.

د بله پلوه حوثي یاغیانو بیا ویلي دي چې دا برید  د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو  لخوا شوی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام  په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ، د سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتونو جنګي الوتکو نن د سهار په ساعتو کې  د سده ولایت په مرکز  د داهیان  په ښار کې  د زده کوونکو په بس د برید سره  زړه بوږنوونکی قتل عام رامنځته کړی دی.

په بیان کې ویل شوي دی چې پدې برید کې په لسګونو تنه  زده کوونکي او ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو بیا  د پيښې په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه