په سوریه کې د بشار اسد په مقابل کې تر ټولو ستره پوځي ډله جوړه شوه

په سوریه کې  د اسد د رژیم  پر خلاف  جګړه کوونکې  درې  لویې مخالفې ډلې   د « ملي ازادۍ د جبهې »  سره  د یو ځای کیدو  سره تر ټولو  ستره پوځي ډله جوړه کړه.

په سوریه کې د بشار اسد په مقابل کې تر ټولو ستره پوځي ډله جوړه شوه

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د سوریې په شمال لویديځ کې  د ادلب او حاما د ولایتونو په شمال کې  د ازادې سوریې  اړوند  درې  عسکري مخالفې ډلې  د  « ملي ازادۍ جبهې» سره  د یو ځای کیدو سره  د اسد په مقابل کې تر ټولو ستره پوځي ډله جوړه کړه.

د سوري مخالفو سرچینو د معلوماتو له مخې  د سوریې د ژغورنې جبهه، د جیش الاحرار  او سوکورو شام ډلې  د  ملي ازادۍ د جبهې سره  یو ځای شوي دي.

د سوریې د ملي ازادۍ د جبهې مشري د   فضل الله الحاجي  په غاړه ده  چې ویل کیږي نوموړی به خپلې دندې ته  دوام  ورکړي.

ویل کیږي  د نوموړ دریو مخالفو ډلو د یو ځای کیدو سره  نږدې  سل سره  مخالف جنګیالي  د یو چت  او یوې قومندۍ  لاندې راټول شول. نوموړو په سوریه کې  د بشار اسد په مقابل کې تر ټولو  لویه پوځي  جبهه  جوړه کړه.

 



اړوند خبرونه