داعش ترهګرې ډلې د ښځو او ماشومانو په تښتولو پيل کړی

داعش ترهګرې ډلې د سوریې د السویدا  د سیمې نه  ۳۶ تنه ښځې او ماشومان  تښتولي دي.

داعش ترهګرې ډلې د ښځو او ماشومانو په تښتولو پيل کړی

 

د ویلو ده چې  داعش ترهګرې ډلې د تیرې پنجشنبې پر ورځ  د یاد شوي ښار په بیلابیلو ځنډو کې ۴ چاودنې وکړې چې په ترڅ کې  تر ۲۵۰ تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړ  او ۱۸۰ تنه نور ټپیان شول.

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې  داعش د نوموړو بریدونو پر مهال  د ښار ۲۰ ښځې او ۱۶ تنه ماشومان  چې ټول ۳۶ تنه کیږي تښتولي دي.

داعش ترهګرې ډلې  د السویدا د ښار په شمال او ختیځو برخو کې  په کلو د بریدونو سره  درې کلي  نیولي دي.

د ویلو ده چې دا ښار  د اسد ځواکونو تر کنټرول لاندی  دی.


پيوندونه: السویدا , سوریه , داعش

اړوند خبرونه