اسراییلو  یو ځل بیا  په سوریه کې د بشار اسد اړوند په یوې پوځې هډې  هوايي برید کړی دی.

اسراییلي جنګي الوتکو په سوریې هوايي برید وکړ

اسراییلو  یو ځل بیا  په سوریه کې د بشار اسد اړوند په یوې پوځې هډې  هوايي برید کړی دی.

اسراییلو  یو ځل بیا  په سوریه کې د بشار اسد اړوند په یوې پوځې هډې  هوايي برید کړی دی.

د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا د خبر له مخې  اسراییلو جنګي الوتکو  د حاما ښآر اړوند د ماصیاف په سیمه  په یوې پوځي  هډې  هوايي برید کړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د اسراییلو جنګي الوتکو  دا برید  تیره شپه کړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې په برید کې  چاته ځاني زیان ندی اوښتی یواځې  پوځي هډه زیانمنه شوې ده .

اسراییلي مقاماتو  بیا  د نوموړې ادعا او برید په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې اسراییلو جنګي الوتکې وخت نا وخته  په سوریه هوايي بریدونه کوي.

د سوریې د حاما ښار د ماصیاف  سیمه  د رژیم د کیمیايي وسلو د مرکز په توګه یادیږي.

اسراییلو پدې وروستیو درو میاشتو کې د سوریې د حمص، قنیطره، درعه او دمشق کې  د اسد رژیم  او ایراني  ځواکونو  اړوند په پوځي هډو  ګډ شمیر بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه