د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې اړوند د اربیل ښار  د ولایت په ودانۍ  وسله وال برید وشو.

د عراق د اربیل ښار د ولایت په ودانۍ ډله ایز برید شوی

د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې اړوند د اربیل ښار  د ولایت په ودانۍ  وسله وال برید وشو.

د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې اړوند د اربیل ښار  د ولایت په ودانۍ  وسله وال برید د ټولو برید کوونکو د خپو نه د غورځولو سره پایته ورسید.

د اناتولیا د خبري اژانس خبریال د ترکیې غږ راډیو ته وویل  چې  برید  د ۳ تنه نامعلومو برید کوونکو لخوا شوی دی. د برید کوونکو هویت  نامعلوم  دی  او په درندو وسلو سمبال وو.برید  د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه د پنځه ساعته جګړې نه وروسته  پایته ورسید.

هغه ویلي دي چې د برید کوونکو نه یو تن ځان الوزولی او بل تن  د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

دریم برید کوونکی  ټپي  نیول شوی دی.

هغه ویلي دي چې  درې تنه برید کوونکي چې په درندو وسلو سمبال ول  د ولایت ودانۍ ته د ننوتو نه سمدلاسه وروسته يی هر لوري ته په ډزو پیل وکړ.

پدې پیښه کې یو تن مړ د دوو تنو پولیسو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. برید کوونکي  د ولایت د ودانۍ دننه  پټ شوي وو  او ځیني کارکوونکي  برمته  نیولي وو. امنیتي ځواکونو  برمته نیول شوي کسان ټول  روغ جوړ ژغورلي دي.



اړوند خبرونه