په سعودي  عربستان کې  د امنیتي پوستې خونړی وسله وال برید وشو.

په سعودي کې په امنیتي مرکز خونړی برید وشو

1008673
په سعودي  عربستان کې  د امنیتي پوستې خونړی وسله وال برید وشو.

په سعودي  عربستان کې  د امنیتي پوستې خونړی وسله وال برید وشو.

د ریاض نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نامعلومو وسله والو کسانو  د سعودي عربستان د قصیم  په ښار کې  په  امنیتي  پوستې خونړی برید وکړ چې په پایله کې  یو  تن سرتیري او تن ملکي  وګړي  ژوند د لاسه ورکړی دی.

په راپور کې ویل شوي  دي  چې  نامعلومو وسله والو د یو موټر نه  پر امنیتي  پوستې  ډزې وکړې.

د بله پلوه  سعودي  امنیتي  ځواکونو ویلي  دي  چې  امنیتي  ځواکونو پر برید کوونکو متقابل برید کړی چې په پایله کې دوه تنه برید کوونکي  مړه  او یو تن ټپي شوی دی.

ټپي  برید کوونکی نیول شوی  او  د درملنې  په موخه  روغتون ته انتقال شوی دی.

سعودي  عربستان ویلي  دي  چې  دا یو ترهګریز برید دی او د برید کوونکو د هویت  د معلومولو په خاطر تحقیقات دوام لري.

 



اړوند خبرونه