د مصر سترې محکمې د محمد مرسي نوم د ترهګرو د لست نه د ویستو په خاطر د لاندې محکمې حکم مات کړ

د محمد مرسي په اړه د مصر د سترې محکمې پریکړه !

1006255
د مصر سترې محکمې د محمد مرسي نوم د ترهګرو د لست نه د ویستو په خاطر د  لاندې محکمې حکم مات کړ

د مصر سترې محکمې  د کودتا په پایله کې له واکه لرې شوي  د لومړني منتخب ولسمشر  محمد مرسي  او هیواد نامتو فوټبالر محمد ابو طریقه نوم ، د ترهګرو په لست کې  د شاملولو په خاطر  د محکمې  په پریکړې  له سره  د غور کولو  حکم وکړ.

د مصر سترې محکمې  د محمد مرسي او پخواني  ملي فوټبالر ابو طریقه په ګډون د ۱۵۰۰ تنو  نومونه  د محکمې لخوا د ترهګرو په لست کې د شاملولو په اړه شوی  اعتراض  قبول کړ.

د مصر سترې محکمې  د محمد مرسي او پخواني ملي فوټبالر ابو طریقه په ګډون د ۱۵۰۰ تنو نومونه  د ترهګرو په لست کې د شاملولو اړوند د محکمې پریکړه  ماته کړه  او د جزا د محکمې لخوا په دعوا  له سره  د غور کولو  حکم وکړ.

د مصر پخواني ملي فوټبالر ابو طریقه  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  ټولو  هغه کسانو ته  چې زمونږ نه ملاتړ کړی، په مونږ يي بریدونه کړي، زمونږ په اړه يي  سپکې او سپورې خبرې کړي   او یا يي مونږ  ستایلي یو  خپل حق  حلالوم. ټولو ته  خپل حق  بښم.



اړوند خبرونه