قطر د عدالت په نړۍواله محکمه کې د متحده عربي اماراتو پر خلاف اقامه د دعوا وکړه
قطر د متحده عربي اماراتو پر خلاف اقامه د دعوا کړې
قطر د عدالت په نړۍواله محکمه کې د متحده عربي اماراتو پر خلاف پدې هیواد کې په ناحقه توګه د محاصرې د لګولو او غیرې قانوني چلند له امله اقامه د دعوا وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې متحده عربي اماراتو په قطر د محاصرې لګولو ، غیرې قانوني چلند او تیري له امله دوحې د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اماراتو پر خلاف اقامه د دعوا وکړه.
هغه د مسلې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.
متحده عربي اماراتو لا د مسلې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج څلورو هیوادونو د تیر کال د جون د میاشتې په پنځمه نیټه په قطر د ایران سره د اړیکو درلودو، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې او اخوان المسلیمن نه د ملاتړ له امله بندیزونه ولګول.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو مصر او بحرین د قطر سره خپلې ټولې ډیپلوماتیکي ، اقتصادي او تجاري اړیکې وشلولې او خپلې مځکنۍ، هوايي او سمندري لارې ددې هیواد پر مخ وتړلې.