د ورك شوي سعودي شهزاده په لټه كې!

ملګرو ملتونو له سعودي مقاماتو په رسمي ډول غوښتنه كړې ده چې ددې هېواد شاهي كورنۍ د ورك شوي شهزاده د عاقبت په اړه ورته معلومات وركړي.

د ورك شوي سعودي شهزاده په لټه كې!

 

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې له سعودي مقاماتو غوښتنه كړې ده چې د نواف طلال رشيد په اړه دې ورته معلومات وركړي. طلال رشيد د مې د مياشتې په ۱۲مه نېټه وروسته له هغه ترى تم شو چې له كويټه يې د سعودي عربستان پر لور حركت كولو.

د بشري حقونو د ادارې د مشرتابه لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې په سعودي عربستان كې د غير قانوني نيولو او د خلكو د وركولو په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.

د يوې ادعا له مخې نواف رشيد چې په عين حال كې د سعودي عربستان او قطر د هېوادونو تابعيتونه لري د مې د مياشتې په ۱۲مه نېټه له كوېټ نه د سعودي عربستان پر لور روان و چې له دې نېټې وروسته يې د مړي او ژوندي په اړه معلومات نشته دى.



اړوند خبرونه