اسراییلو نن د مې ۱۴ مه په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په اذان کولو بندیز ولګو
اسراییلو نن د مې ۱۴ مه په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په لوړ غږ په اذان کولو بندیز ولګو.
اسراییلو نن د مې ۱۴ مه په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په لوړ غږ په اذان کولو بندیز ولګو.
د بیت المقدس ښاروالۍ نن د مې ۱۴ مه د امریکا متحده ایالتونو لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقال او په رسمي توګه د پرانیستو په خاطر د جوړیدونکو جشنونو له امله په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په لوړ غږ د اذان په کولو سره بندیز ولګو.
فلسطین ویلي دي چې په بیت المقدس کې د جشنونو او خوښیو په خاطر په جوماتونو کې په اذانونو بندیز لګول د عبادت د ازادیو ښکاره اخلال دی.
د فلسطین د دیني چارو او وقفونو وزیر یوسف ادیس ویلي دي چې په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په لوړ غږ د اذان په کولو په مسله کې د بیت المقدس د ښاروالۍ پریکړې په رسمیت نه پيژني.
هغه وویل چې اسراییل حکومت غواړي چې ددې بندیز سره په بیت المقدس کې د مسلمانانو غږونه ټپ کړۍ خو پدې به قادر نشي.
هغه زیاته کړه چې بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د ودانۍ د پرانیستو په خاطر لګیدلی بندیز په رسمیت نه پیژني او دا ډول بندیزونه کومه ګټه هم نلري.