اردوغان: دا ښكاره نسل وژنه ده.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په فلسطين كې د اسراييلي ځواكونو لخوا پر لاريون كونكو باندې د وحشيانه بريدونو په اړه وويل چې `` ددې نسل وژنې پر عاملينو او هر هغه څوك چې پرې سترګې پټوي، لعنت وايم.``
970843
ولسمشر رجب طيب اردوغان په فلسطين كې د اسراييلي ځواكونو لخوا پر لاريون كونكو باندې د وحشيانه بريدونو په اړه وويل چې `` ددې نسل وژنې پر عاملينو او هر هغه څوك چې پرې سترګې پټوي، لعنت وايم.``
ولسمشر اردوغان بيت المقدس ته د امريكا د سفارت د انتقال پر مهال پر فلسطيني لاريون كونكو باندې د اسراييلي ځواكونو د بې رحمانه بريدونو په اړه وويل چې `` اسراييلو په دولتي ترهګرۍ لاس پورې كړى دى. اسراييل ترهګري دولت دى. تركيه به د خپلو فلسطيني ورونو ترڅنګ تل ولاړه وي.
د اردوغان په وينا ``دا عمل نسل وژنه او بشري جنايت دى. دا نسل وژنه چې هر څوك كوي، كه اسراييلي وي او كه امريكا، پرې لعنت وايم.``