د سعودي عربستان څلور تنه سرتیري د یمن سره په پوله کې ووژل شول.
د یمن په پوله کې د سعودي عربستان ۴ تنه سرتیري ووژل شول
947850
د سعودي عربستان څلور تنه سرتیري د یمن سره په پوله کې ووژل شول.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د نوموړي هیواد د جګپوړو امنیتي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې ددوې څلور تنه سرتیري د یمن سره په پوله کې وژل شوي دي.
سعودي چارواکیو ویلي دي چې نوموړي سرتیري د وطن لپاره د دندې ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.
دا ندي ویل شوي دي چې دا سرتیري په کومه سیمه کې او چا لخوا وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د یمن د مشروع ولسمشر په غوښتنه او بلنه په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف په مبارزه بوخت دي.
حوثي یاغیان ددې په مقابل کې وخت نا وخته د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان د راکټونو او توغندیو بریدونه کوي .