يو بل فلسطينى ماشوم يې هم ووژلو.
اسراييلي سرتېرو تر يرغل لاندې لوېديځه تراړه كې يو تن فلسطينى ماشوم په ډزو ووژلو.
947762
اسراييلي سرتېرو تر يرغل لاندې لوېديځه تراړه كې يو تن فلسطينى ماشوم په ډزو ووژلو.
د نابلوس د ښار د تل د سيمې ښاروال منتظر زيدان څرګنده كړه چې اسراييلي سرتېرو د ښاروالۍ پر ودانۍ بريد وكړ او تر څنګ يې د ښونځي ماشومانو ته د وتلو اجازه ورنكړه.
د سيمې د خلكو د اعتراض په پايله كې يو تن اسراييلي سرتېري د باسل الهندي په نامه يو ۱۵ كلن ماشوم په ډزو وويشتلو چې په روغتون كې يې سا وكړه.
د نابلوس په ښار كې په ۳۹ يهودي مېشتځايونو كې چې په استعمار شوې خاوره كې جوړ شوي دي، شاوخوا ۴۰ زره يهودان ژوند كوي.
په سيمه كې وخت ناوخت اسراييلي سرتېري د فلسطينانو پر كليو باندې بريدونه كوي.