ترهګرو داځل  په قرانکریم کې  چاودیدونکي  توکي  ځای په ځای کړي وو.

ترهګر قرانکریم ته هم درناوی نلري

935268
ترهګرو داځل  په قرانکریم کې  چاودیدونکي  توکي  ځای په ځای کړي وو.

 ترهګرو داځل  په قرانکریم کې  چاودیدونکي  توکي  ځای په ځای کړي وو.

ترکیې د سوريې د عفرین په سیمه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  او داعش پر خلاف  پیل کړي  د زیتون څانګې عملیاتو ته  دوام ورکوي.

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې د عفرین ښار  او شاوخوا ټول کلي  د ترهګرو  د شر نه  وژغول. ترکي ځواکونو  د ښار د نیولو نه وروسته  د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوو بمونو او چاویدونکو  توکو  د شنډولو  په خاطر  چارې پیل کړي دي.

ترکي ځواکونو د شیخ په نامه  په یو کلي کې  د ماینونو او چاویدونکو توکو د شنډولو په خاطر په یو کور کې  پلټنې کولې چې  د یوې خونې په دیوار کې ځوړند  په قرانکریم کې ځای په ځای شوی ماین  کشف کړ.

امنیتي ځواکونو  په ډیر دقت سره  په قرانکریم کې ځای په ځای شوی ماین په شنډولو سره  د فاجعې مخه ونیوله.



اړوند خبرونه