د سعودي – امريكا د نږدېوالي بل پړاو!

د امريكا متحدو ايالتونه په سعودي عربستان كې ددې هېواد د ځواكونو سره په ګډه نظامي مانورونه ترسره كوي.

د سعودي – امريكا د نږدېوالي بل پړاو!

 

د امريكا متحدو ايالتونه په سعودي عربستان كې ددې هېواد د ځواكونو سره په ګډه نظامي مانورونه ترسره كوي.

د سعودي عربستان او امريكا د متحدو ايالتونو د پليو ځواكونو يو شمېر كنډكونو د ( دوستۍ – ۲۰۱۸) كال تر نامه لاندې ګډ نظامي مانورونه پيل كړل.

دا مانورونه د عربستان په شمالي سيمه كې پرون پيل شول.

دا څلورم ځل دى چې د دواړو هېوادونو د ځواكونو ګډ مانورونه ترسره كيږي.  ددې مانورونو اصلي موخه د سعودي – امريكا ترمېنځ د اړيكو د پراختيا او د نظاميانو ترمېنځ د همغږئ د رامنځته كولو په موخه ترسره كيږي.

د مانورونو پر مهال د بېلابېلو جګړه ايزو شرايطو په نظر كې نيولو سره د قوماندې د مركزونو ترمېنځ د همغږئ د رامنځته كولو سربېره د پرمختللو جنګي وړتياو د ظرفيت د لوړولو په موخه عملي ګامونه پورته كيږي.



اړوند خبرونه