د غوطه د سیمې استازو د ولسمشر اردوغان نه د مرستې غوښتنه وکړه

د اسد ځواکونو په ختیځې غوطه کې په تیرو ۳ ورځو کې تر ۳۰۰ تنو ډیر ملکي وګړي په قتل رسولي دي

د غوطه د سیمې استازو د ولسمشر اردوغان نه د مرستې غوښتنه وکړه

د سوریې د پلازمینې دمشق په مربوطاتو کې پروت د غوطه  د سیمې  استازو او سیمه ایزو شوراګانو  په سیمه  د بشار اسد د خونړیو بریدونو د مخنیوي، د لګیدلې محاصرې د ماتولو  او د لا سترې انساني فاجعې  د مخنیوي په خاطر  د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان نه  د مرستې غوښتنه وکړه.

د سوري مخالفینو تر کنټرول  لاندې  د غوطه د سیمې  سیمه ایزو شوراګانو  د یو سرخلاصه  لیک په خپرولو سره  د ولسمشر اردوغان نه د مرستې غوښتنه کړې ده .

په لیک کې  ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د اسد ځواکونه او د هغوې پلوي  ایراني ملیشې  په سیمه کې  د لا ستر او خونړي برید  لپاره  تیاری  نیسي  او وسلې او مهمات  راټولوي.

د ویلو ده چې  د غوطه  سیمه  چې د څه باندې پنځو کلونو راهیسې  د اسد او د هغوې د پلوي ملیشو  تر محاصرې لاندې دوام لري  په ځانګړې توګه  په ښځو او ماشومانو  ډیرې بدې اغیزې کړي دي. د اسد رژيم او د روسیې اړوند  جنګي الوتکې  وخت نا وخته په سیمه کې په ملکي میشتو سیمو، حیاتي مرکزونو  او روغتونونو  هوايي بریدونه کوي.

د غوطه د  سیمه ایزو شورا لخوا  لخوا د ولسمشر اردوغان په خطاب کې په خپور کړي لیک کې داسې ویل شوي دي!

د پلازمینې  دمشق په مربوطاتو کې  د غوطه  د سیمې د سیمه ایزو شوراګانو په استازیتوب  پدې پوره باور لرو چې تاسې  په اسلامي نړۍ او نړۍواله ټولنه  د ځانګړو اغیزو  خاوند  شخصیت یاست. ستاسې نه زمونږ  غوښتنه   د ملکي وګړو وګړو  د ژوند د ژغورنې  په خاطر د اسد په رژیم او د هغوې په پلوي ایراني ملیشه ځواکونو فشار راوستل  دي. د ختیځې غوطه  د اوسیدونکو  په توګه  ستاسې  د عاجلې  مداخلې  غوښتنه کوو. په سیمه د اسد د رژیم لخوا د لګول شوې محاصرې د ماتولو، سیمې ته بشري مرستو ننوتو ته د اجازه ورکولو  او د ستر بشري فلاکت د مخنیوي په خاطر  ستاسې  د لا زیاتو هلو ځلو په هیله یو.

د یادولو وړ ده چې په ختیځې  غوطه سیمه  کې  څه باندې  ۴۰۰ زره تنه ملکي وګړي  ژوند کوي.

د اسد  رژیم  او پلوي ملیشه ځواکونو  يي  د تیرو دریو ورځو په ترڅ کې په ختیځې  غوطه  د هوايي او مځکنیو بمباریو په ترڅ کې  تر ۳۰۰ تنو زیات ملکي وګړي په قتل رسولي او په سلګونو تنه نور يي ټپیان کړي دي. په سیمه کې په ټوله معنا  بشري فلاکت  دوام لري.



اړوند خبرونه