حوثي یاغیانو  یو ځل بیا  په سعودي عربستان  راکټي برید وکړ.

حوثي یاغیانو په سعودي کې په ملکي میشتو سیمو راکټي برید وکړ

906766
حوثي یاغیانو  یو ځل بیا  په سعودي عربستان  راکټي برید وکړ.

حوثي یاغیانو  یو ځل بیا  په سعودي عربستان  راکټي برید وکړ.

حوثي یاغیانو د یمن سره په پوله کې پروت  د سعودي عربستان د جازان په ښار  راکټي برید وکړ چې په ترڅ کې څو تنه  ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د ویاند  له قوله لیکلي دي چې  حوثي یاغیانو  د یمن  سره په پوله کې پروت  د سعودي عربستان  د جازان په ښار کې په ملکي استوګنځایونو  راکټي برید کړی دی.

هغه ویلي دي چې  پدې راکټي برید کې  ۳ تنه  ملکي وګړي  چې  ټول ماشومان  دي  ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې  د ټپیانو نه د دوه کلن  زیاد قاسم  سلیمان عاطفي  روغتیايي حالت  ښه  ندی.

هغه ویلي دي چې  د ایران تر حمایې لاندې حوثي یاغیان  په ملکي میشتو سیمو  د بریدونو سره  ټول بشري حقونه  او حقوق  د خپو لاندې کوي.

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال  د سپټمبر په میاشت کې د یمن په مشروع  حکومت  د کودتا په کولو سره  د هیواد ډیره برخه  تر خپل کنټرول لاندې ونیوله. سعودي عربستان  بیا د یمن د ولسمشر په غوښتنه  د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې په نوموړي هیواد   کې د حوثي یاغیانو پر خلاف  په جګړې پيل وکړ.

حوثي یاغیان هم  وخت نا وخته  د یمن د خاورې نه  په سعودي عربستان راکټي او د توغندیو بریدونه کوي.



اړوند خبرونه