اسراییلو د اردن نه بښنه وغوښته.

د اسراییلو حکومت د اردن نه په رسمي توګه بښنه وغوښته

891743
اسراییلو د اردن نه بښنه وغوښته.

اسراییلو د اردن نه بښنه وغوښته.

د اردن د حکومت ویاند  محمد المومني  وویل چې د اسراییلو د عمان په سفارت کې د دوو اردنیانو  د وژنې له امله په رسمي توګه بښنه غوښته.

ویاند وویل چې  د اسراییلو حکومت په پلازمینه عمان کې د نوموړي هیواد په سفارت کې په رامنځته شوې پيښه کې  د دوو تنو اردني وګړو  د مرګ له امله  په رسمي توګه د بښنې غوښتنه وکړه.

هغه ویلي دي چې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه  خواشیني او پښیماني څرګنده کړې ده . د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددې پیښې په اړه به قانوني ګامونه اوچت کړي.

د یادولو وړ ده چې  د ۲۰۱۷ کال  د جولای په میاشت کې  یو تن  اردني ترکاڼ  چې  د موبل فرنیچر د جوړولو په خاطر  د اسراییلو سفارت ته تللي وو هلته يي  د اسراییلو د سفارت د یو تن امنیتي کارکوونکي سره  لفظي شخړه وکړه. لفظي شخړه وروسته په فزیکي  شخړې بدله شوه  او اردني ترکاڼ په اسراییلي باندې  د پیچکش  سره  برید وکړ. اسراییلو د سفارت امنیتي کارکوونکي بیا  په اردني ترکاڼ ډزې وکړې چې په پایله کې ترکاڼ  او د اسراییلو د سفارت د ودانۍ خاوند  اردني وګړي  ژوند  د لاسه ورکړ.

اردن  حکومت  ددې پيښې په مقابل کې ډیر سخت غبرګون وښود  او د اسراییلو د سفارت د تړولو امر يي وکړ. د اردن حکومت ویلي وو تر کومه چې اسراییلو حکومت  برید کوونکي ته  قانوني سزا ورنکړي  ددوې د سفارت پرانیستو ته به اجازه ورنکړي.

 


پيوندونه: #اردن , #اسراییل , #بښنه

اړوند خبرونه