د سعودي عربستان تر ټولو بډایه شهزاده زندان ته واستول شو

سعودي عربستان  د نوموړي هیواد تر ټولو بډایه  شهزادګانو نه  الولید بن طلال  زندان ته  واستوه.

888429
د سعودي عربستان تر ټولو بډایه شهزاده زندان ته واستول شو

سعودي عربستان  د نوموړي هیواد تر ټولو بډایه  شهزادګانو نه  الولید بن طلال  زندان ته  واستوه.

د ویلو ده چې  سعودي عربستان  د ولیهعد شهزاده  محمد بن سلمان په مشرۍ د اداري فساد او بډو پر وړاندې د مبارزې کمیټې  نږدې دوه میاشتې مخکې  د شهزاده طلال په ګډون  تر ۲۰۰ تنو ډیر شهزادګان، پخواني وزیرانو او جګپوړي چارواکي  د اداري فساد په تور ونیول.

سعودي عربستان  نیولي  شهزادګان او پخواني  وزیران  په یو ډير لوکس  هوټل کې  ساتلي وو.

سعودي عربستان  د نیول شوو  شهزادګانو نه څو تنه  خوشې کړل  خو ډیری اوس هم  په بند کې دي.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د سعودي عربستان حکومت د شهزاده الولید بن طلال نه  د خوشې کیدو په بدل کې  ۷۲۸ میلیونه ایرو غوښتنه کړې وه چې  شهزاده  طلال  دا غوښتنه رد کړه . د طلال  لخوا د حکومت د غوښتنې د ردولو نه وروسته  حکومت هغه  د لوکس هوټل نه  زندان ته  واستولو.



اړوند خبرونه