حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ

ډګروال ترکي المالکي : ایران په ښکاره توګه د حوثي یاغیانو سره د بالستیک توغندیو مرسته کوي

886548
حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان د بالستیک توغندي برید وکړ

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند  وویل چې حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندیو برید  د نوموړو نه د ایران نه  د ښکاره ملاتړ  ښکارندويي کوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند  ډکروال ترکي المالکي  د حوثي یاغیانو لخوا  د سعودي عربستان د نجران پر ښار د بالستیک توغندي  د برید  په اړه  معلومات ورکړل. هغه وویل چې  د حوثیانو لخوا  پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه  په اصل کې  د نوموړو نه  د ایران د مرستو او ملاتړ د دوام  ښکارندويي کوي.

هغه  خبري غونډې ته وویل چې  حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د ملي امنیت ته  ستر ګواښ جوړ کړی دی او ایران  ددې ټولو سره سره  د هغوې نه  ملاتړ ته دوام  ورکوي. وروستی  برید  ددې ښکاره او ژوندۍ  بیلګه ده.

هغه زیاته کړه چې  د حوثي یاغیانو لخوا  د سعودي عربستان د نجران په ښار  د بالستیک توغندي برید وشو  خو  له نیکه مرغه چې  د سعودي د دافع هوا  د سیستم  لخوا په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.

هغه زیاته کړه چې چې برید په ملکي میشتو سیمو شوی وو. هغه  ایران  په دښمنۍ  تورن کړ.

هغه  وویل چې  دا په اصل کې د ملګروملتونو د ۲۲۱۶ او ۲۲۳۱ شمیرو پریکړو نه په ښکاره توګه  سرغړونه ده. په ملکي سیمو  د بالستیک توغندیو  برید  د بشري حقونو  په ښکاره  د خپو لاندې کول دي.

هغه  په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې  د ایران پر وړاندې  چې د ترهګرو سازمانونو او ډولو سره  د وسلو او حتا د بالستیک توغندیو مرسته کوي  غوڅ ګامونه اوچت کړي. ایران باید محاکمه کړي.

د یادولو وړ ده چې  حوثي یاغیانو  پرون  یو ځل بیا  د سعودي عربستان د نجران په ښار  د بالستیک توغندي  برید وکړ چې د سعودي عربستان د دافع هوا د سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.

همداشان  د حوثي یاغیانو اړوند  تلویزیوني کانال  بیا  یاد شوی  بالستیک توغندی  په نجران ښار کې  د سعودي عربستان د ځانګړو ځواکونو په مرکز  د لګیدو  ادعا کړې ده. حوثي یاغیانو ویلي دي چې پدې برید کې د سعودي عربستان اړوند ځیني جنګي چورلکې هم  ویجاړې کړي دي.

د ویلو ده چې حوثي یاغیانو ددینه مخکې هم  په کراتو  په سعودي عربستان د بالستیک توغندي بریدونه کړي وو خو د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي وو.



اړوند خبرونه