ترکیه د بيت المقدس نه دفاع ته دوام وركوي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د په رسميت پېژندلو د پرېكړې د لغوه كولو لپاره هلې ځلې كوي.

869364
ترکیه د بيت المقدس نه دفاع ته دوام وركوي.

 

اردوغان زياته كړه چې پدې ددې پرېكړې د لغوه كولو په موخه به لومړى د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته مراجعه وكړي. كه چېرې هلته ويتو شي نو بيا به عمومي مجمعې ته مراجعه وكړي.

اردوغان زياته كړه چې ددې پرېكړې د لغوه كولو مرجع ملګري ملتونه دي. ځكه چې په نړۍ كې هېڅ يو هېواد د نړيوالو حقوقو نه لوړ نه دى.

ولسمشر امريكا ته په خطاب كې وويل چې `` له يوې خوا د ديموكراسۍ د حاكميت چيغې وهئ او د بله پلوه كه مو خوښه نه وه نو د حقوقو، ديموكراسۍ او قانون په نامه هېڅ نه پېژنئ. دا رذالت په هېڅ ځاى كې نه دى ليدل شوى.``

د اردوغان په وينا مسلمانان به هېڅكله ددې دوه مخي سياست او د خپلو حقونو غصبولو ته اجازه ورنكړي. دا په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده.

``اسلامي هېوادونه د فلسطين د خلكو سره د مرستې په موخه سره را ټوليږي. اوسمهال د نړۍ ۱۳۷ هېوادونه فلسطين په رسميت پېژني. انشا الله چې دا شمېره به زموږ د هلو ځلو په پايله كې نوره هم لوړه شي.``



اړوند خبرونه