د بيت المقدس د مقاومت سمبول

د بيت المقدس د مقاومت سمبول تنكى ځوان فوزي جنيدي چې د اسراييلي پوليسو لخوا نيول شوى دى، اوس هم بندي دى.

د بيت المقدس د مقاومت سمبول

 

 

د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د دسمبر په ۶مه نېټه د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو نه وروسته په فلسطين كې د پيل شوو لاريونونو پر مهال ۱۶ كلن فوزي جنيدي پداسې حال كې د اسراييلي پوليسو لخوا ونيول شو چې سترګې يې تړل شوې وې او د نږدې شل تنو پوليسو لخوا زندان ته لېږدول كېدلو.

جنيدي اوس هم د پوليسو په بند كې او محكمې ته نه دى معرفي شوى.

پر ۱۶ كلن ځوان تور لګول شوى دى چې د اسراييلو پر سرتېرو يې د ډبرو ګوزارونه كړي دي.

د بله پلوه د جنيدي تره د اسراييلي مقاماتو دا تورونه رد كړل.  نوموړي څرګنده كړه چې وراره يې د سودا د اخيستلو لپاره له كوره وتلى و چې د پوليسو لخوا ونيول شو.

ټاكل شوې ده چې فوزي جنيدي به د دوشنبې په ورځ محكمې ته حاضر شي.



اړوند خبرونه