د ټرمپ د پرېكړې سره حتى سپينه ماڼۍ هم مخالفت كوي!
د ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو د پرېكړې سره حتى د سپينۍ ماڼۍ كار كوونكي هم مخالف دي.
د سپينې ماڼۍ ځينو چارواكو د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د پېژندلو او پدې هېواد كې د خپل سفارت د انتقال د سياست سره مخالفت ښودلى دى.
دې چارواكو د سي اېن اېن كانال ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دي چې دا پرېكړه به د فلسطين او اسراييلو ترمېنځ د سولې خبرو اترو ته لږ تر لږه په لنډمهاله موده كې زيان ورسوي.
دې چارواكو هيله څرګنده كړه چې دا بهير كيداى شي موقتي وي. د معلوماتو له مخې د ټرمپ د پرېكړې نه وروسته د سپينې ماڼۍ چارواكو تر اوسه پورې د خپلو فلسطيني مخاطبينو سره خبرې نه دي كړي.
يو بل چارواكي بيا څرګنده كړه چې دا پرېكړه به په لنډمهاله موده كې د سرخوږي سبب شي خو هيله لري چې په اوږدمهالې موده د فلسطين د سولې د خبرو اترو په برخه كې مفيده واقع شي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.