سعودي پاچا ټرمپ ته د بیت المقدس په اړه خبرداری ورکړ

د سعودي عربستان  پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  د امریکا ولسمشر ټرمپ ته  د بیت المقدس د مسلې په اړه  خبرداری ورکړ.

سعودي پاچا ټرمپ ته د بیت المقدس په اړه خبرداری ورکړ

د سعودي عربستان  پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  د امریکا ولسمشر ټرمپ ته  د بیت المقدس د مسلې په اړه  خبرداری ورکړ.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  په ټیلیفوني خبرو کې  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د امریکا لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو  مسله به  په سیمه کې د سولې په اړه روان مذاکراتو  او هلو ته ستر ګوزار ورکړي. همداشان  په سیمه کې به نوو نښتو او تاوتریخوالي ته لار هواره کړي.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  پاچا ملک سلمان  او ټرمپ  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د ریاض او واشنګټن  ترمنځه د اړیکو سربیره  د سیمې او نړۍ د مهمو  پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

ملک سلمان  ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې د بیت المقدس  په اړه هر ډول ناڅاپي پریکړه  د سولې  مذاکراتو ته  ضرر رسوي او په سیمه کې نوو نښتو او جګړو ته  زمینه برابروي.

هغه  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  بیت المقدس  د موقعیت له پلوه  او مسجد الاقصی  د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې  د اهمیت  له امله  د نړۍ د مسلمانانو لپاره  ځانګړې ځای او اهمیت لري. بیت المقدس  اسراییلو ته د ورکولو او یا د اسراییلو د پلازمینې په توګه  د  په رسمیت پیژندل  دا په ښکاره توګه  د مسلمانانو تحریکول دي.

د سعودي پاچا ملک سلمان  ویلي دي چې  سعودي عربستان تر ننه پورې تل  د فلسطین د خلکو د حق او دعوا نه ملاتړ  کړی  او ددینه وروسته به هم  ملاتړ ته دوام  ورکړي.



اړوند خبرونه