د فلسطين په تاريخ كې توره ورځ!

ټاكل شوې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن ماښام بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژني.

د فلسطين په تاريخ كې توره ورځ!

 

 

د امريكايي مقاماتو د معلوماتو له مخې داسې اټكل كيږي چې د اسراييلو په اوسنۍ پلازمېنه تل ابيب كې د امريكا د سفارت ودانۍ به د بيت المقدس ښار ته ولېږدول شي.  پدې اړه د سپينې ماڼۍ لخوا  امريكا د بهرنيو چارو د وزارت مسئولينو ته هدايات وركړل شوي دي.

د سپينې ماڼۍ د مسئولينو لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې امريكا به په رسمي توګه د بيت المقدس ښار چې د فلسطين پورې اړه لري د اسراييلو د پلازمېنې په توګه وپېژني. سربېره پر دې ټرمپ د بهرنيو چارو وزارت ته هدايت وركړى تر څو د سفارت ودانۍ هم له تل ابيبه د بيت المقدس ښار ته ولېږدول شي.  خو د معلوماتو له مخې په اسراييلو كې د امريكا په سفارت كې ۱۰۰۰ تنه كار كوونكي په كار بوخت دي چې د اوس لپاره په بيت المقدس كې داسې ودانۍ نشته چې دوى په كې ځاى پر ځاى شي.

د څرګندونو پر اساس ترمپ تينګار كوي چې بيت المقدس د اسراييلو تاريخي پلازمېنه ده او اوسمهال ددې هېواد يو زيات شمېر اداري ودانۍ هم په همدې ښار كې دي.

دا پرېكړه د يو زيات شمېر هېوادونو د غبرګون سره مخامخ شوې ده.



اړوند خبرونه