اسراییلو د سوریې په پلازمینې دمشق د توغندیو بریدونه وکړل.
اسراییلو د اسد د رژیم اړوند په عسکري هډې د توغندیو بریدونه وکړل
اسراییلو د سوریې په پلازمینې دمشق د توغندیو بریدونه وکړل.
د سوریې د دولتي تلویزیون د خبر له مخې اسراییلو د سوریې په پلازمینې دمشق کې په یوې عسکري هډې د توغندیو بریدونه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د سوریې د دولتي تلویزیون د خبر له مخې ویلي دي چې اسراییلو د پلازمینې دمشق په شاوخوا کې د اسد ځواکونو اړوند په یوې عسکري هډې درې توغندي وتوغول.
همداشان په خبر کې بیا ویل شوي دي چې د سوریې دفاعي سیستم دا توغندي په هوا کې شنډ او له منځه وړي دي.
خو یو عیني شاهد بیا رویټرز ته ویلي دي چې د پلازمینې دمشق په لویدیځ کې درې سترو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. یو بل عیني شاهد بیا ویلي دي چې په سیمه کې د چاودنو د غږونو د اوریدل کیدو نه وروسته د سیمې نه لوګي پورته شول.
اسراییلو بیا د نوموړو بریدونو په اړه څه ندي ویلي. اسراییل وخت نا وخته په سوریه هوايي او د توغندیو بریدونه کوي.