داعش ترهګرې ډلې په سوریه کې وروستی  سنګر  د لاسه ورکړ.

داعش په سوریه کې وروستی ښار هم د لاسه ورکړ

داعش ترهګرې ډلې په سوریه کې وروستی  سنګر  د لاسه ورکړ.

داعش ترهګرې ډلې په سوریه کې وروستی  سنګر  د لاسه ورکړ.

داعش ترهګرې ډلې  د سوریې به ختیځ کې د ابو کمال  ښار  د لاسه ورکړ. د سوریې د رژیم  ځواکونو  د ابو کمال  ښار  د داعش نه د دویم ځل لپاره ونیو.

ویل کیږي  د ابو کمال د نیول کیدو سره داعش په سوریه کې  خپل وروستی  سنګر او تر کنټرول لاندې ښار  د لاسه ورکړ. ددې سره په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې خلافت  رسمآ  پایته ورسید.

داعش  په سوریه کې  د ګوتو په شمیر د کلو نه پرته  نور ټولې سیمې د لاسه ورکړې.

په سوریه کې د اسد ځواکونو  د نوامبر په ۹ مه نیټه هم  د ابو کمال ښار نیولی وو خو داعش ترهګرې ډلې په ښار بیرته  پراخه بریدونه وکړل او ښار يي  بیرته ونیو.

د اسد ځواکونو  تیره ورځ  یو ځل بیا په ابو کمال ښار پراخه بریدونه وکړل  او ښار يي د داعش ونیو.

د ابو کمال  د ښار د نیول کیدو سره  په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا اعلان شوی  خلافت  رسمآ  پایته ورسید.

داعش  په سوریه کې د ګوتو په شمیر د کلو نه پرته  نور  ټولې  سیمې د لاسه ورکړي دي.

همداشان  د اسد ځواکونو  په ابو کمال ښار کې  د داعش لخوا د ځای په ځای شوو ماینونو په شنډولو  پيل کړی دی.


پيوندونه: ابوکمال , سوریه , داعش

اړوند خبرونه