حوثي یاغیانو په سعودي یو ځل بیا برید وکړ

حوثي یاغیانو  د یمن سره په پوله کې د سعودي عربستان په نجران ښار د هاوان توپ مرمیو  برید وکړ.

حوثي یاغیانو په سعودي یو ځل بیا برید وکړ

حوثي یاغیانو  د یمن سره په پوله کې د سعودي عربستان په نجران ښار د هاوان توپ مرمیو  برید وکړ.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د نجران ښار د ملکي خوندیتوب د ادارې  د ویاند  عبدالخالق علي الکهتاني  له قوله لیکلي دي چې  حوثي یاغیانو د یمن نه  په یاد شوي ښار  د هاوان توپ بریدونه کړي چې په ملکي میشتو سیمو کې  غورځیدلي دي.

ویاند پدې بریدونو کې  د ۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته  رسول شوي دي.

حوثي یاغیانو پداسې حال کې په نجران ښار برید وکړ چې  د تیرې خالي په ورځې په ریاض  د بالستیک توغندي برید کړی وو.

همداشان  حوثي یاغیانو  تیره ورځ ګواښ وکړ چې په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو به د بریدونو کچه لوړه کړي.  



اړوند خبرونه